IQNA

په فرانسه كښې د حلال محصولاتو پيژوندنكے سافټ وئير جوړ شو

23:49 - June 24, 2012
د خبر لمبر: 2353522
بين المللی ډله: د اينډرویډ او آيفون موبائل ټيليفونونو لپاره د «Just Halal» په نامه د حلال محصولاتو د پيژندلو سافټ وئير په فرانسه كښې جوړ شو.
د «agro-media»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه سافټ وئير يو بار كوډ لوستونكے دے چې تقريبا پنځوس زره خوراكی محصولات پيژنی او د پام وړ څيز د حلال، حرام يا د شكمن په دريو ډلو كښې ګرځوی.
د سمارټ ګيك شركت مدير «ريس مابيك» د دغه سافټ وئير د طراحی كولو د دلائلو په هكله ووئيل: زۀ مسلمان يم او په اسلامی اصولو او تعليماتو باندې باوری يم او په دې مسئله ښه پوه يم چې په سترو پلورنځيو كښې د حلال محصولاتو انتخابول او پيرودل ډير ګران كار دے ځكه چې له ١٤٠٠قسمونو او ډولونو نه زيات زياتونكی خوراكی موجود دی او مونږ پكار دی پوه شو چې په كومو محصولاتو كښې له دغو زياتونكو موادو څخه استفاده شوې ده او آيا دغه خوراكی مواد د حلال محصولاتو په ډله كښې راځی او كۀ په حرامو كښې. 1036491

captcha