IQNA

23:49 - June 24, 2012
د خبر لمبر: 2353523

په انګلستان كښې د قدس شريف د حامی مسلمانانو كلنيزه غونډه پيل شوه

بين المللی ډله: د قدس شريف په حمايت كښې په انګلستان كښې د استوګنو فلسطينيانو اتمه كليزه غونډه پرون د لندن او مانچسټر په ښارونو كښې پيل شوه.

د «CPI»د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغه غونډه د ((قدس د پيوندونو عامل)) په شعار سره چې په انګلستان كښې د استوګنو فلسطينيانو د انجمن په همت ترسره كیږی، نن خپل كار پائې ته ورسوۀ.
په انګلستان كښې د استوګنو فلسطينانو د تنظيم په عمومی بلنه كښې ټينګار شوے دے: د قدس شريف په حمايت كښې د مسلمانانو كلنۍ غونډه په داسې شرايطو كښې ترسره كیږی چې قدس له بل هروخت نه په زياته اندازه د دغه مقدس ښار د آزادولو او د هغه د يهودی كونې د طرحې د مخنيوی لپاره له بل هروخت نه په زياته اندازه د مسلمان امت وحدت ته اړتيا لری.
د دغې بلنې په دوام كښې لولو: د ((قدس، زمونږ د پيوندونو عامل)) شعار د دې حقيقت بيانونكے دے چې اسلامی هيوادونه كه څه هم د كورنيو مشكلاتو او ستونزو سره مخ دی خو قدس شريف ته له پاملرنې نه به هیڅكله لاس وانخلی.
د وئيلو ده چې دغه غونډه په انګلستان كښې د استوګنو فلسطينيانو او په دغه هيواد كښې د قدس د حاميانو د راغونډيدو ترټولو ستره غونډه ده او هر كال پكښې له زرو نه زيات كسان ګډون كوی. 1036541



captcha