IQNA

په قرآنی زمينو كښې د ايران سره د همكاريو د پراختيا لپاره د فلپائن د مسلمانانو د چارو د وزير غوښتنه

23:49 - June 24, 2012
د خبر لمبر: 2353524
د قرآنی كارونو ډله: «وكيل ماهول سادايين» په دينی او مذهبی څانګو كښې د ايران د ارزښتناكو او اغيزمنو تجربو او وړتياو په يادولو سره، په فلپائن كښې په قرآنی زمينو په تيره بيا د قرآنی مقابلو په ترسره كولو كښې د ايران سره د ګډو همكاريو د پراختيا غوښتنه وكړه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: په فلپائن كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری سلاكار حسين ديوسالار د فلپائن د مسلمانانو د چارو د نوی وزير وكيل ماهول سادايين سره په كتنه كښې د ايران د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان د رئيس محمدباقر خرمشاد د مباركۍ پيغام دۀ ته وړاندې كړ.
په دغه كتنه كښې چې د مسلمانانو د چارو د وزارت په ودانۍ كښې ترسره شوه، ديوسالار د قرآنی فعالانو د لیږلو، د دارالقرآن د جوړولو، د حج د كانفرنسونو د ترسره كولو او د قرآن د چاپولو په شان په مختلفو برخو كښې د تير كال د ترسره شويو همكاريو او فعاليتونو د يو رپورټ له وړاندې كولو سره د دغه چلن او د همكاريو د پراختيا لپاره د هڅې په دوام باندې ټينګار وكړ. 1036252
captcha