IQNA

د سيد حسن نصرالله سره د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د استازی كتنه

23:49 - June 24, 2012
د خبر لمبر: 2353526
بين المللی ډله: د حج او زيارت په چارو كښې د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر استازی او د ايران حاجيانو سرپرست پرون په لبنان كښې د دغه هيواد د حزب الله د عمومی منشی سره كتنه او خبرې اترې وكړې.
د elnashra د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د حج او زيارت په چارو كښې د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر استازی او د ايران حاجيانو سرپرست حجت‌الاسلام والمسلمين قاضی عسگر او ورسره پلاوی چې په لبنان كښې ئې په ((حج او اسلامی بيداری)) نومی سيمه ايز سيمينار كښې د ګډون په موخه دغه هيواد ته سفر كړے وو، پرون د حزب الله دعمومی منشی سيدحسن نصرالله سره ملاقات او خبرې اترې وكړې.
په دغه ملاقات كښې چې په لبنان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د سفير غضنفرركن آبادی په شتون سره ترسره شوه، دواړو خواؤ د سيمه د تحولاتو او بدلونونو او د حج او زيارت په زمينه كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د اقداماتو په هكله خبرې اترې وكړې.
سيدحسن نصرالله د مسلمانانو ترمينځ د وحدت د پياوړتيا په ضرورت باندې په ټنیګار سره د هغۀ له بركت نه ډكو آثارو ته اشاره وكړه او په سيمه او نړۍ كښې ئې په دې لړ كښې د ايران د مثبت او څرګند رول قدرونه وكړه. 1036494

captcha