IQNA

په ځينو ښوونځيو كښې د حجاب او پردې په ممنوعيت باندې د انډونيشيا د مسلمانانو اعتراض

23:49 - June 24, 2012
د خبر لمبر: 2353528
سياسی او ټولنيزه ډله: د انډونيشيا د (بالی) جزيرې مسلمانانو د دغې جزيرې په ځينو دولتی ښوونځيو كښې د حجاب او ستر د بنديز په قانون باندې اعتراض وكړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د سيمې له فعالانو څخه «آنگا آبيمانيو»(Angga Abimanyu)، پرون په ښوونځيو كښې د حجاب او ستر د كولو د ممنوعيت د قانون په اعمالولو باندې د زده كونكو په اعتراضی غونډه كښې په دې هكله ووئيل: د ښوونځيو مسئولانو ته پكار دی چې مسلمان زده كونكی د خپلو دينی عبادی اعمالو د ترسره كولو لپاره نه يوازې آزاد پریږدی بلكې د دغه كار ترسره كولو ته دې وهڅوی.
دوی زياته كړه: كه چيرې د ښوونځيو د مسئولانو له خوا د زده كونكو لپاره د اسلامی حجاب او پردې ساتل ممنوع شی نو دا به په دې معنا نه وی چې زده كونكی دې خپل عبادی اعمال پریږدی بلكې د خپلو عبادی اعمالو په ترسره كولو كښې دې لازياته هڅه او كوشش وكړی. 1036641
captcha