IQNA

((د قرآن كريم له نظره اقتصادی نظام)) نومې څلورمه غونډه په ايكنان كښې ترسره كیږی

23:48 - June 25, 2012
د خبر لمبر: 2354372
د اقتصاد ډله: د قرآن كريم له نظره اقتصادی نظام په نامه د غونډو د لړۍ څلورمه ناسته د اسلامی او ايرانی سيمبول د عالی شوری د غړی حجت الاسلام سيدحسين ميرمعزی په شتون سره نن د ايكنا په خبری آژانس كښې روانه ده.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: ((د قرآن كريم له نظره اقتصادی نظام)) په عنوان سره د اسلامی اقتصاد په حوزه كښې د نظريو د وركولو د غونډو لړۍ، د اسلامی او ايرانی سيمبول د عالی شوری د غړی حجت الاسلام سيدحسين ميرمعزی په شتون سره په هرو دوو اونيو كښې يوځل د ګل يا دوشنبې په ورځ د ايران د قرآنی فعاليتونو په سازمان كښې ترسره كیږی.
حجت‌الاسلام ميرمعزی د غونډو د دې لړۍ په وړومبۍ ناسته كښې، د قرآن كريم له نظره د اسلام د اقتصادی نظام د اصولو او اهدافو په بيانولو كښې له قرآن څخه د اقتصادی نظام په استنباط كښې د تفسيری رودې په باب د خپل بحث د سريزې د بيانولو نه پس، د اسلام د اقتصادی نظام په تعريف او د هغه د اجزاؤ په بيانولو او تعريف او بيا د اسلام د اقتصادی نظام په نسبت د قرآن كريم په تحقيق لاس پورې كړ. 1037016

captcha