د «CPI»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د اردن د اوقافو او دينی چارو وزير عبدالسلام العبادی په مسجدالاقصی كښې د صهيونسټو پوځيانو، د اسرائيلی رژيم د پارليمان د غړيو او د ښارګوټی ميشتو د شتون د غندلو په ترڅ كښې ووئيل: دا شان اقدامات په حقيقت كښې د مختلفو دينونو د منونكو د دينی مقدساتو د احترام د لازموالی په هكله د بين المللی حقوقو په ډاګه نقضول دی.
دوی په دوام كښې ووئيل: د مسجدالاقصی په خواؤشا كښې د صهيونسټو پوځيانو شتون او د مغربين نومې دروازې څخه دغه مقدس ځائې ته د هغو ننوتل د مسلمانانو او د هغوی د دينی مقدساتو په ډاګه سپكاوے ګڼل كیږی.
د وئيلو ده چې د اسرائيلو د سمندری پوځ تقريبا ٧٠ سرتيری پرون سهار د مسجدالاقصی انګڼ ته ننوتل. 1038716