IQNA

په تيونس كښې د پيغمبراكرم(ص) د مقدس ساحت د سپكاوی كونكی وروستے حكم صادر شو

23:51 - June 26, 2012
د خبر لمبر: 2355286
بين المللی ډله: د تيونس د بياكتنې محكمې يا عدالت د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د مقدس ساحت په نسبت د يو ٢٨ كلن ځوان د سپكاوی په هكله د ((المهديه)) ښار د مخكښنۍ محكمې د حكم په تائيدولو سره، دے، په اوه نيم كاله قيد باندې محكوم كړ.
د فرانسې چاپ «لوفيگارو» ورځپاڼې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د تيونس د منستير ولايت د بياكتنې محكمې پرون ٢٨كلن تيونسی ځوان جابرالماجری د اسلامی مقدساتو د سپكاوی او د فيس بك په ټولنيز سائیټ كښې په خپله ځانګړې صفحه كښې د اسلام د ګران قدره پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) د سپكاوی كونكو انځورونو د خپرولو په تور په اوه كاله او شپږ مياشتې قيد او د ١٢٠٠ تيونسی دينارو په نقدې جرمانې باندې محكوم شو.
د تونس د عدلیې وزارت د روان كال د وری د مياشتې په ١٧ نیټه د اسلامی مقدساتو د سپكاوې كونكو دوو ځوانانو د بندی كولو حكم وركړے وو چې دغه حكم د تورنو كسانو د مخالفت سره مخامخ شو او د بياكتنې عدالت يا محكمې ته ولیږدول شو.
د وئيلو ده چې د المهديه ښار د يو اوسيدونكی او د څارنوالۍ د يو وكيل د شكايت نه پس له دغو سپكاوی كونكو څخه يو تن په وری مياشت كښې ونيوے شو او بندی كړې شو او عدالت دے په قيد او په نقدې جرمانې باندې محكوم كړ خو دويم كس تراوسه نه دے نيول شوے او په غيبی توګه محاكمه شوے او حكم ئې صادر شوے دے. 1038560
captcha