IQNA

د فلسطين د آزادۍ لپاره د ولسی جبهې د عمومی منشی سره د ايران د خارجه وزير كتنه

23:51 - June 26, 2012
د خبر لمبر: 2355290
سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو وزير علی اكبر صالحی د فلسطين د آزادۍ لپاره د ولسی جبهې د عمومی منشی ماهرطاهر او ورسره ملګری پلاوی سره د سيمې د بدلونونو او د فلسطين د حالاتو په باب خبرې اترې او د نظر تبادله وكړه.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی ايران د بهرنيو چارو وزير علی اكبر صالحی په دغه كتنه كښې چې پرون مازدیګر ترسره شوه، د فلسطين او د قدس شريف له سپیځلی آرمان څخه په ملاتړ كښې د ايران د اسلامی جمهوريت په سټراټيجك او اصولی دریځ باندې په ټينګار سره د اطمينان او ډاډ څرګندونه وكړه او وئې وئيل: په قطعی توګه د سيمې د ولسونو په مينځ كښې د اسلامی بيدارۍ د څپې په عملی كيدو او د مسلمانو خلكو له غوښتنو او ارادې څخه د رامينځته شويو حكومتونو په جوړيدو سره به د صهيونسټی رژيم د زياتې نه زياتې انزوا او ځانله پاتې كيدو او د فلسطين د مقدس آرمان د هرڅه زياتې پياوړتيا او مشهوريدو كتونكی بواوسو.
صالحی ټينګار وكړ: د ايران اسلامی جمهوريت په سوريه كښې روانو تحولاتو ته، له مقاومت څخه په حمايت كښې د دغه هيواد د ځانګړی موقعيت له نظره ګوری او د دغه هيواد د اوسنيو مسائلو حل لاره، له هرډول بهرنۍ مداخلې پرته په داخلی توګه او د روانو اصلاحاتو د چلن د اجرا كيدو او د دغه هيواد د خلكو د سوله ايزو غوښتنو د پوره كيدو له لارې بولی چې دا كار به د مقاومت په جبهه كښې د سورئې د مقام د حفاظت سبب شی.
د فلسطين د آزادۍ لپاره د ولسی جبهې عمومی منشی ماهرطاهر هم په دغه كتنه كښې په سيمه كښې د روانو تحولاتو د چلن په تيره بيا د فلسطين د كورنيو اوضاعو په هكله د يو رپورټ په وړاندې كولو سره، د فلسطين له مسئلې څخه په هراړخيز سياسی او معنوی حمايت كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د رول او د اصولی او ثابت دریځ قدرونه وكړه. 1038497
captcha