د دفاع د وزارت د عمومی روابطو له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د چينګاښ د مياشتې د اتمې نیټې يعنې د كيمياوی وسلو سره د مقابلې د ملی ورځې په مناسبت د ايران د دفاع وزير سردار احمدوحيدی د يو پيغام په خپرولو سره امريكا او صهيونيسټی رژيم د كيمياوی وسلو د منعې د تړون د ترټولو سترو نقضونكو او د ايران اسلامی جمهوريت د كيمياوی وسلو د ترټولو ستر قربانی په توګه ياد كړ.
د دغه پيغام د متن ځينې برخې داسې دی:
بسم الله الرحمن الرحيم
د چينګاښ د مياشتې اتمه نیټه له يوې خوا د اسلامی ايران د مظلومو خلكو او غيرتی جنګياليو د رنځ او درد په ياد رواړونكې ده چې د ايران د اسلامی جمهوری نظام د ساتنې او حفاظت او د خپل وطن د پولې د ساتلولپراه د صدام د جنايتكار رژيم د ناځوانمردانه كيمياوی حملو په وړاندې ودريدل، او له بلې خوا په تيره بيا په سردشت نومې سيمه كښې د جنګياليو او هم د ملكی خلكو پرخلاف له كيمياوی وسلو څخه په استفاده كښې د صدام له رژيم څخه د هراړخيز ملاتړ په خاطر د لويدیځی مستكبرو دولتونو د غيرانسانی خوی ياد تازه كوی.
د ايران اسلامی جمهوريت په نړۍ كښې د كيمياوی وسلو د استعمال ډير ستر قربانی دے او په زرهاؤ شهيدان او په لس هاؤ زخميان د ايران پرخلاف د صدام رژيم ته د لويدیځو دولتونو د وركړ شويو كيمياوی وسلو نتيجه ده.
د تپل شوی جنګ له دوران نه د كلونو د تيريدو باوجود اوس هم په لس هاؤ زره كيمياوی زخميان موجود دی چې د كيمياوی وسلو له عوارضو نه په رامينځته شوی نه توصيفيدونكی درد او كړاؤ سره ژوند تيروی او هره څه موده پس د دغو عزيزانو څخه د ځينو د شهيديدو كتونكی يو.
د كيمياوی وسلو د منعې د تړون د مقرراتو په اساس، ٢٠١٢ ميلادی كال د كيمياوی وسلو د لرونكو هيوادونو لخوا د دغو وسلو د ختمولو او نابودولو وروستې مهلت وو. امريكې د كيمياوی وسلو د ترټولو ستر لرونكی په توګه چې پخپله د كيمياوی وسلو د منعې دكنونشن غړې هم ده، د دغې ژمنې په نه پوره كولو سره د كيمياوی وسلو د منعې معاهده په څرګنده توګه نقضه كړې ده.
صهيونيسټی رژيم هم پخپلو كيمياوی تاسيساتو باندې د بين المللی سازمانونو د نظارت او څارنې د اجازې په نه وركولو سره د دغه ريم لخوا د دغو وسلو د پراختيا په اړه اندیښنې له مخكښې نه لازياتې كړې دی. 1039546