IQNA

په لاهور كې د شعبان د مياشتې د اخترو جشن تر سره شو

6:38 - June 29, 2012
د خبر لمبر: 2356534
د هنر او ادب ډله: د پاكستان په لاهور ښار په خانه فرهنګ كې د امام حسين عليه السلام او امام زين العابدين عليه السلام او حضرت عباس عليه السلام د نيكمرغه زوكړې په مناسبت يو جشن تر سره شو.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د جشن دا مراسم د جون په اته ويشتمی نیټی په امام رضا ستر هال كې ترسره شول چې په كونسلګر ښاغلی محمد حسين بنی اسعدی د خانه فرهنګ ډايريكټر ښاغلی عباس فاموری او د پاكستان علمی او كلتوری شخصيتونو ګډون وكړ
د دې مراسم پيل د ځای وخت په مطابق ماښام اته بجې د قران پاك تلاوت سره وشو پس له هغه نعتونه او منقبتونه وړاندې كړې شول او پس له هغه شاعرانو د د امام حسين عليه السلام او امام زين العابدين عليه السلام او حضرت عباس عليه السلام په شان كې خپل عقيدت ګلونه وړاندې كړل.
1039366
captcha