IQNA

د قرآنی مقابلو ترسره كول د قرآن د معارفو سره د خلكو د لازياتې بلدتيا لپاره يوه پلمه ده

23:47 - June 30, 2012
د خبر لمبر: 2357698
د قرآنی فعاليتونو ډله: د ايران د قرآنی مقابلو بين المللی داور څرګنده كړه: د قرآنی سياليو جوړول يوه داسې پلمه ده چې خلك د قرآنی معارفو سره آشنا شی او كه چيرې په دې لاره كښې مو كامياب عمل كړے وی نو د قرآن كريم د مقابلو نتيجې به مثبتې وی.
د اسلامی ايران د قرآن كريم د نړيوالو مقابلو داور سيدجواد سادات فاطمی د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې د دې ټكی په بيانولو سره ووئيل: ما په تيرو دوو كالو كښې د ملائيشيا قرآنی سيالۍ له نژدې څخه ليدلې دی او د ايران د اسلامی جمهوريت د قرآن د مقابلو كچه په ملائيشيا كښې د قرآن د ترسره كيدونكو مقابلو نه لوړه ده.
دوی په دوام كښې زياته كړه: د ايران د قرآن كريم په مقابلو كښې د برخه والو شمير د ملائيشيا د قرآنی مقابلو نه زيات دے او ګډون كونكی قاريان پكښې لا تكړه او قوی دی او همدې موضوع د ايران د اسلامی جمهوريت د قرآن كريم د مقابلو سطحه په اسلامی نړۍ كښې د قرآن له نورو مقابلو نه لوړه كړې ده. 1037849

captcha