د «CPI»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د نړيوال ميراث په لړليك كښې د بيت لحم ښار د كليسا د ثبتولو د مخنيوی لپاره په يونسكو سازمان باندې د صهيونيسټی رژيم د دباؤنو سره سره دغه سازمان پرون د فلسطينی چارواكو د غوښتنې سره خپله موافقه اعلان كړه او د حضرت عيسی(ع) د زوكړې د ځائې نوم ئې د نړۍ د لرغونو آثارو په فهرست كښې راوست.
د يونسكو په شپږديرشمه غونډه كښې چې پرون د روسیې په سن پیټرزبرګ ښار كښې ترسره شوه، د نړيوال ميراث په لړليك كښې د المهد كليسا د ثبتولو لپاره د فلسطينی چارواكو تقاضا په ١٣ موافقو، ٦ مخالفو او ٢ ممتنعو رايو سره ومنله شوه.
المهد نومې كليسا په بيت لحم كښې ده چې د فلسطين لخوا د نورو ٣٦ اثرونو سره يوځائې ئې په نړيوال ميراث كښې د شاملولو وړانديز شوے وو. 1040843