IQNA

22:54 - July 01, 2012
د خبر لمبر: 2358556

په كویټه كښې د شيعه مسلمانانو په وژلې باندی په اعتراض كښې د پاكستانيانو اعتصاب يا هړتال

بين المللی ډله. د پاكستان خلكو د بلوچستان صوبې په مركز كوئټه ښار كښې د شيعه زيارت كونكو پرخلاف په هغې ترهګرانه حملې باندې په اعتراض كښې هړتال او اعتصاب وكړ چې له امله ئې تقريبا ١٥ تنه وژل شوی دی.

د «Press TV»چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د بلوچستان صوبې په مركز كوئټه ښار كښې خلكو د نوموړې ترهګرانه حملې نه يوه ورځ پس د كار اعتصاب يا هړتال وكړ.

د لس هاؤ خلكو د مرګ ژوبلې د سبب كيدو د ترهګرانه حملو د قربانيانو لپاره د وير او ماتم سره په يو وخت ټول بازارونه او دولتی او غيردولتی ادارې بندې پاتې شوې.
د پاكستان د وزيراعظم او ولسمشر په شمول ګڼ شمير شخصيتونو دغه حمله غندلې ده.
له بلې خوا د پاكستان شيعه مشرانو د خپل هيواد له حكومته غوښتی دی چې وروستۍ حملې ته د رسيدګۍ لپاره دې يو قضائی كميشن جوړ كړی. 1042237


captcha