IQNA

22:59 - July 01, 2012
د خبر لمبر: 2358558

د ايران د پارليمان استازو د مصر د خلكو منتخب ولسمشر ته مباركی ووئيله

سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا د جرګې ٢٠٠ نمايندګانو نن د مصر د خلكو د انقلاب په حمايت كښې د يوې بيانیې په خپرولو سره د محمدمُرسی د ولسمشر جوړيدو مباركی ووئيله.

د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی شورا د جرګې ٢٠٠ تنو استازو نن د مصر د ولسی انقلاب د حمايت په ترڅ كښې د يوې بيانیې په صادرولو سره د دغه هيواد د خلكو منتخب جمهوررئيس محمدمرسی ته مباركی ووئيله.
د دغې بيانیې د متن يوه برخه داسې ده:
بسم‌الله الرحمن الرحيم
اوس چې د مصر د اسلام پال ولسمشر په غوره كيدو سره د مصر د ستر ولس اراده د دغه هيواد د ولسی انقلاب په حساس پړاؤ كښې څرګنديدو ته رسيدلې ده او د دغه هيواد په تاريخ كښې په وړومبی ځل د اسلامی بيدارۍ په بركت ولسمشر د ولس په رائې سره قدرت ته رسيدلے دے، مونږ د ايران د اسلامی جمهوريت د اسلامی شوری نمايندګان د مصر ولس ته د دغه برياليتوب مباركی وائی. 1042244

captcha