IQNA

23:51 - July 02, 2012
د خبر لمبر: 2359534

په مختلفو هيوادونو كښې اسلامی بيداری د مؤمنو او انقلابی ځوانانو د وجود په بركت ده

سياسی ډله: د ايران د پوځ د عقيدتی او سياسی سازمان رئيس په مختلفو هيوادونو كښې د اسلامی بيدارۍ څپه د مؤمنو او انقلابی ځوانانو د شتون په بركت وبلله او وئې وئيل: په ٣٣ ورځنی جنګ كښې د لبنان د حزب الله او د مصر په وروستيو انتخاباتو كښې د اسلام پالو كاميابی او برياليتوب د اسلامی نړۍ په خوزښتونو او غورځنګونو كښې د ځوانانو د مهم رول ښودونكے دے.

د ايران د اسلامی جمهوريت د پوځ د عمومی روابطو له قوله د دغه هيواد د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د پوځ د سياسی او عقيدتی سازمان رئيس حجت‌الاسلام والمسلمين سيد محمدعلی آل‌هاشم نن سهار د حضرت علی اكبر(ع) د نيكمرغه زوكړې د كليزې سره په يو وخت چې د ځوانانو ورځ نوموله شوې ده، د پوځ د ځمكمنی ځواك د وظيفې د شهيدانو د روزنې په مركز كښې په حاضريدو سهر د دغه مركز د قومندانانو، روحانيونو، كاركونكو او د وظيفې محصلينو سره كتنه او خبرې اترې وكړې.
حجت‌الاسلام آل هاشم په دغه كتنه كښې په يولړ ويناو كښې د ځوانانو د ورځ د مباركۍ وئيلو او د شعبانيه ورځو او اخترونو د قدرونې په ترڅ كښې، ځوانان د اسلامی ټولنې يوه مهمه برخه وبلله چې په هيواد كښې د علمی، سياسی، اجتماعی او كلتوری بدلونونو سرچينې دی او په همدې دليل دښمنان په پراخو پلانونو او د غولونكو سرګرميو په رامينځته كولو سره هڅه كوی چې هغوی د پرمختګ او ترقۍ له لارې نه وغړوی.
د ايران د پوځ د عقيدتی او سياسی سازمان رئيس په مختلفو هيوادونو كښې د اسلامی بيدارۍ څپه هم د مؤمنو او انقلابی ځوانانو د شتون په بركت وبلله او وئې وئيل: په ٣٣ ورځنی جنګ كښې د لبنان د حزب الله او د مصر په وروستيو انتخاباتو كښې د اسلام پالو كاميابی او برياليتوب د اسلامی نړۍ په خوزښتونو او غورځنګونو كښې د ځوانانو د مهم رول ښودونكے دے.1042937

captcha