((د اسلامی بين المللی مقاومت شعر)) د دريمې كنګرې اجرائی منشی نصرتالله صالحنژاد د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) سره په مركه كښې څرګنده كړه: د اسلامی كلتور او ارشاد د وزارت د فرهنګی معاونت او د مستضعفينو د بسيج د سازمان په همكارۍ سره د روايت انتشاراتی مؤسسه به د اسلامی بين المللی مقاومت د شعر دريمه كنګره د لړم د مياشتې په ديارلسمه يعنې د استكبار سره د مقابلې په نړيواله ورځ د درې ورځو په موده په كرمانشاه ولايت كښې ترسره كړی.
دوی په دې بيان سره چې دغه كنګره د لړم د مياشتې له ١١ نه تر ١٣ نیټې پورې د دغه ولايت په دريو ښارونو كښې ترسره كیږی، اعلان وكړ: ټول شعری سبكونه د دغې كنګرې موضوع ګڼله كیږی چې ګډون كونكی كوې شی هغه د مقالې، يادداشت، تحقيق، نقد او يا د پايان نامې په چوكاټ كښې وړاندې كړی. 1042934