د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د كلتوری مركز په همكارۍ سره د جشن دغه مراسم د ممبئی ښار د ايرانيانو په جومات كښې ترسره كيدونكې دی چې پكښې به ويناوې، شعرونه لوستل او مولودی خوانی ترسره شی او د دغه جومات په آنګڼ كښې به د ((امام مهدی(عج)) په عنوان سره يو نندارتون هم ترسره شی.
د دغه رپورټ له مخې: د حضرت حجت بن الحسن(عج) د نيكمرغه ميلاد په كليزه كښې په دغه ښار كښې د ايرانيانو د فتوت تنظيم په ودانۍ كښې د زيارت په ورځ يو لړ نور پرتمين مراسم هم د ايران د اسلامی جمهوريت د سركنسول او د كلتوری مركز د رئيس او همداراز په دغه هيواد كښې د استوګنو ايرانيانو او د نورو مسلمانانو په شتون سره ترسره كيدونكی دی.
همداراز په ممبئی كښې د ايران د كلتوری مركز او د پونا ښار د ايرانی محصلينو د اسلامی انجمن په همكارۍ به د شعبان د نيمائی جشن د ايرانی او غيرايران محصلينو، علماؤ او د مذهبی شخصيتونو په ګډون سره په دغه ښار كښې ترسره شی. 1043724