بين المللی ډله: راروانه اونۍ د يو داسې اجلاس كوربه يو چې د اسلام په تاريخ كښې بې مثاله دے، داسې كانفرنس نه د اسلام په تاريخ كښې لرو او نه په اسلامی نړۍ كښې چې پكښې په مختلفو ژبو سره د بيلابيلو مذهبونو او ملتونو ١٢٠٠ بهرنۍ ميرمنې سره راغونډې شی او په پائې كښې د مسلمانو ښځو د چارو د نړيوال راتلونكی په باب د پائې بيانيه خپره شی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی بيدارۍ د نړيوال تنظيم عمومی منشی علی اكبرولايتی د (اسلامی بيداری او ښځې) په نامه د نړيوال كانفرنس په خبری ناسته كښې كومه چې نن ترسره شوه، ووئيل: ښځې او اسلامی بيداری نومې نړيوال كانفرنس د هغې لارې پيل دے چې مسلمانې ښځې پكښې د يوبل سره په لامنسجمه او غږملې توګه په تعامل او ارتباط كښې وی او ثابته كړی چې «الاسلام يعلو و لا يعلی عليه».
د اسلامی بيدارۍ د نړيوال تنظيم عمومی منشی په دوام كښې څرګنده كړه: له تقريبا تير يو كال راهيسې چې په هيواد كښې د اسلامی بيدارۍ د نړيوال تنظيم د جوړيدو طرحه مطرح شوه، په دې هكله مو د هيواد د كورنيو او بهرنيو پوهانو او د فكر د خاوندانو سره خبرې اترې وكړې څو بلآخره د ١٣٩٠كال د د وږی يا سنبلې په ٢٧نیټه د ٨٠ هيوادونو د انديشمندانو او د نظرخاوندانو په شتون سره وړومبۍ غونډه په تهران كښې ترسره شوه. 1044206