IQNA

23:41 - July 03, 2012
د خبر لمبر: 2360464

په بين المللی قوانينو باندې د امريكې پايبندی نه كول د ايران د ولس په حافظه كښې ثبت شوی دی

سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو وزارت د امريكې لخوا د ايران د اسلامی جمهوريت د يوې مسافروړونكې الوتكې د ويشتل كيدو د كليزې په مناسبت د يوې بيانیې په صادرولو سره څرګنده كړه: دغه بشری ضد جنايت په هیڅ يو بين المللی اصول او حقوقی او اخلاقی معيار باندې د امريكائی چارواكو د نه پابندۍ د روښانه سند په توګه دے چې د ايران د ولس او د نړيوالو افكارو په تاريخی حافظه كښې د تل لپاره ثبت شوے دے.

د ايران د بهرنيو چارو دوزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: دغې وزارتخانې د يوې بيانیې په صادرولو سره د ايران د اسلامی جمهورين د مسافروړونكې الوتكې په ويشتلو كښې د امريكې د پوځی ځواكونو د وحشيانه او غيرانسانی جنايت د قربانيانو د كورنيو او پاتې شويو سره خواخوږی څرګنده كړه چې د ٢٩٠ تنه بې ګناه او بې دفاعو خلكو د وژل كيدو سبب شو.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی: دغه بشری ضد جنايت د ايرانی ولس د مظلوميت يو روښانه سند او په هیڅ كوم بين المللی حقوقی او اخلاقی معيارونو او اصولو باندې د امريكائی چارواكو د نه پابنديدو يو واضح او څرګند دليل دے چې د تل لپاره د ايران د ولس او د نړيوالو عمومی افكارو په تاريخی حافظه كښې ثبت شوے دے. 1043779
captcha