IQNA

د مصر ولسمشر دې د اسرائيلو سره خپل بشپړ مخالفت په ډاګه كړی

23:41 - July 03, 2012
د خبر لمبر: 2360465
سياسی ډله:د خپلواكو محصلينو د اسلامی تنظيمونو اتحادئې د مصر د خلكو منتخب جمهوررئيس محمدمرسی ه د يو ليك په صادرولو سره اعلان وكړ: د اسرائيلو، كيمپ ډيویډ او امريكې په هكله ستاسو دوه ډوله دریځونه د مسلمانو هيوادونو او ولسونو د نارضايتۍ سبب كیږی او ښه به دا وی چې د هغو سره د مخالفت په هكله د خپلې لهجۍ صراحت په ډاګه كړئ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د خپلواكو محصلينو د اسلامی تنظيمونو اتحادئې د مصر د ولس منتخب جمهوررئيس محمدمرسی ته د يو ليك په صادرولو سره د اسرائيلو، كيمپ ډيویډ او امريكې سره په مخالفت كښې د دۀ د لهجۍ د څرګندوالی او صراحت غوښتنه وكړه.
د دغه ليك ځينې برخې داسې دی:
د مينځنی ختیځ او د افريقې د شمال وروستی بدلونونه يولړ حيرانونكی او د اسلامی نړۍ لپار خوشالونكی بدلونونه ګڼل كیږی . له ظالمو حكومتونو څخه د مسلمانو خلكو خلاصيدل او آزادۍ ته رسيدل د يو اسلامی نظام د جوړولو لپاره وړومبې قدم دے چې په دغو هيوادونو كښې عملی شو او ورپسې قدم د يو حقوقی جوړښت رامينځته كول دی.
مونږ خوشاله يو چې تاسو د يو مصری اسلام غوښتونكی كس په توګه د خلكو په اكثريت رايو سره د دغه هيواد د ولسمشرۍ په ګدۍ كښيناستئ او په دغه تاريخی فرصت كښې يو داسې عامل جوړيدې شئ چې په نوی مصر كښې د اسلامی حكومت ټينګونكے وی.
جناب ښاغلی مرسی
د فلسطين د مظلومو خلكو د دفاع په هكله ستاسو دریځونه زمونږ د خوشالۍ سبب دی خو د اسرائيلو، كيمپ ډيویډ او امريكې په هكله ستاسو دوه ډوله دریځونه د مسلمانو هيوادونو او ولسونو د نارضايتۍ سبب كیږی او ښه به دا وی چې د هغو سره د مخالفت په هكله د خپلې لهجۍ صراحت په ډاګه كړئ.
د غزې د مظلومانو او محرومانو د آزادۍ په وړاندې ستاسو حركت نه يوازې د ايران د ولس او د سيمې د مسلمانو خلكو بلكې د نړۍ د ټولو آزادی غواړو او عدل لټونكو غوښتنه ده او دا پكار دی د اسلامی نړۍ لپاره ستاسو وړومبې قدم وی.
1044027

captcha