IQNA

لاريجانی: امريكا او اسراييل په نړۍ كې د ظلم او بې انصافۍ سر چينې دی

10:37 - July 06, 2012
د خبر لمبر: 2361718
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر دا كتر علی لاريجانی نن د مهدويت د نظرېې په آتمه غونډه كې ووييل چې امريكا او صهيونيستی رژيم په نړۍ كې د ظلم او وحشت سر چينې دی.
د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكناد يو راپور پراساس، د ايران د اسلامی شورا مشر دا كتر علی لاريجانی نن د مهدويت د نظرېې په آتمه غونډه كې د امام مهدی ع د نيكمرغه زوكړې د مباركۍ تر څنګ زياته كړه امريكا او صهيونيستی رژيم په نړۍ كې د ظلم او فساد اصلی سر چينې دی چې نړيوال ېې تر پوزو راوستی دی.
ښاغلی لاريجانی په مينځينی ختیځ سيمه كې د امريكا او اسرائيلو دسيسو ته په اشارې سره زياته كړه اوس د دې وخت رارسيدلئ چې د ظلم او فساد سر چينې له نړۍ وركې شی . لاريجانی په اسلامی نړۍ كې د بيلابيلو فرقو موجوديت يوه ستونځه وبلله او زياته ېې كړه لودیځ له دې فرقو په استفادې سره غواړی اسلام منحرف كړی.
علی لاريجانی زياته كړه امريكا په سوريه كې د دې لپاره كړكيچ جوړ كړئ چې دا هيواد د اسرائلو په وړاندې په مقاومت كې چورليزی رول لری .
1045717
captcha