د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د لبنان د «قولنا والعمل» جمعيت رئيس پرون مازدیګې په ((اسلامی بيداری، نړيوال پاڅون او زمينه سازی)) نومې ځانګړې غونډه كښې چې د مهدويت د دكترين د اتم بين المللی كانفرنس ترڅنګ ترسره شو، د دغه مطلب د بيانولو په ترڅ كښې څرګنده كړه: د اسلام ګران قدره پيغمبرحضرت محمدمصطفی(ص) د خدای دين ته د بلنې لپاره د هغو مشركانو د سخت غبرګون سره مخامخ شو چې د شرك سره ئې مينه لرله او د مشركانو سره د جوړجاړی لپاره د ابوطالب د غوښتنې په ځواب كښې ئې اعلان وكړ: كه چيرې نمر راله په ښی لاس او سپوږمئ مې په ګس (كیڼ) لاس كښې كیږدی، بيا به هم له دعوته لاس وانخلم.
شيخ احمدقطان د پيغمبراكرم(ص) دغه دریځنيونه د ټولو خلكو لپاره يو سيمبول وباله كوم چې د عزت او كرامت او د خدای تعالی(ج) د رضايت د جلبولو په لټه كښې دی او زياته ئې كړه: كوم كسان چې په دې لاره كښې ګام پورته كوی هغو ته نه دی پكار چې د مخالفانو له دښمنۍ او ترټنو څخه وويریږی او داسې كسان شته چې په مستكبرانو او طاغوتيانو پورې پيئلی دی او د هغوی رضايت حاصلول غواړی او د خدای تعالی(ج) د رضايت پرځائې ئې د امريكې او صهيونسټی رژيم رضايت او خوشالی ترلاسه كول غوره كړی دی.
دوی همداراز په ننۍ نړۍ كښې د اسلامی وحدت د عملی كيدو په ضرورت باندې په ټينګار سره زياته كړه: د مختلفو اسلامی فرقو په تيره بيا د سنی او شيعه مسلمانانو ترمينځ مشتركات د اختلاف د ټكيو نه ډير زيات دی په دې وجه پكار دی چې مذهبی تعصب پریږدو او د هغو كسانو مخه ونيسو چې د شيعه او سنی ترمينځ د تفرقې اچولو په لټه كښې دی او د فرقه پالنې منادی او د تكفيری بهيرونو پياوړی كونكی دی.
شيخ احمدقطان د ايران او مصر د روابطو د ټينګيدو او پياوړی كيدو په هكله د دښمنانو تبليغاتو ته په اشارې سره ووئيل: د ايران او مصر د اړيكو پرخلاف د دښمنانو لخوا يو پراخ رسندوی جنګ روان دے، ځكه چې د اسلامی امت دښمنان پوهیږی چې كه چيرې دغه دوه هيوادونه د صهيونسټی رژيم پرخلاف متحد شی نو د اسرائيلو زوال به حتمی وی او دغه رژيم به د دنيا له نقشې څخه ختم شی. 1045765