IQNA

حماس د ياسرعرفات د مرګ په هكله د حقيقت لټونكې كمیټې د جوړولو غوستنه وكړه

22:18 - July 06, 2012
د خبر لمبر: 2362022
بين المللی ډله: د فلسطين د اسلامی مقاومت غورځنګ(حماس) پرون د كورواكو تشكيلاتو د رئيس ياسرعرفات د مړينې د دلايلو په هكله د تحقيق لپاره د عربی خپلواكې حقيقت لټونكې كمیټې د جوړيدو غوښتونكے شو.
د «CPI» خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د راډيواكټيو موادو په وسيله د ياسرعرفات د وژونكی مسموميت په اړه د الجزيره چينل د يو يو رپورټ د خپريدو نه وروسته، حماس غورځنګ او د اسماعيل هنيه په وزيراعظمۍ د فلسطين منتخب حكومت د دې مسئلې په اړه د حقيقت لټونكې كمیټې جوړول ضروری وبلل.
حماس غورځنګ د يوې بيانیې په صادرولو سره اعلان وكړ: د ياسرعرفات په وژله كښې د صهيونيسټی رژيم د لاس لرلو په كار كښې د شك او بحث ځائې نشته خو پكار دی د دغه ټرور او وژلې د اصلی عواملو او د استفادې وړ اوزارو د موندلو لپاره لازيات تحقيقات وشی. 1045948

captcha