IQNA

د انډونيشيا د قرآن كريم د تلاوت بين المللی مقابله پائې ته ورسيدله

23:51 - July 07, 2012
د خبر لمبر: 2362904
د قرآنی فعاليتونو ډله: د قرآن د تلاوت مقابله د تيرې سه شنبې له ورځې يعنې د روانې چنګاښ د مياشتې په ١٣نیټه په انډونيشيا كښې پيل شوه او نن شنبه، پائې ته ورسيدله.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قاريانو او حافظانو د تنظيم رئيس عبدالمهيمن زين څرګنده كړه: دغه مقابله د انډونيشيا د دولت لخوا او د مانديری بينك (Bank Mandiri) او لينډاګروپ (Lynda Group) شركت لخوا ترسره شوه.
په دغه مقابله كښې د آسيان د غړيو هيوادونو د استازو نه علاوه د مصر، عراق، سورئې، روسیې او قزاقستان نه هم يوشمير ګډون كونكو برخه اخستې وه.
په دغه قرآنی سيالۍ كښې د ګډون كونكو له نظره د داشان مقابلو ترسره كول د مسلمانانو د وحدت او د اسلامی وروليزو پيوندونو د كلكيدو سبب كیږی. 1045347
captcha