IQNA

د بورخس په آثارو كښې د يو غائب امام(عج) ظهور ته اشاره شوې ده

23:51 - July 07, 2012
د خبر لمبر: 2362905
بين المللی ډله: بورخس پخپلو آثارو او كتابونو كښې د غائب امام(عج) د وجود حقيقت ته د اشارې لپاره په يوه غيرمستقيمه طريقه عمل كوی چې ښكاری د معنوياتو په بيان كښې داشان لحن په ډيره غوره توګه ګټه ور دے.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د لندن د اينجليكن كليسا پادری فرانك جوليان ګلی پرون مازدیګر په يوه غونډه كښې څرګنده كړه: آرجنټينی معاصر ليكوال، شاعر او اديب خورخه لوئيس بورخس يو ادبی نابغه دے. د هغۀ په آثارو كښې كله كله داسې حقائق احساسوې شو چې شايد په ملموسه او عينی نړۍ كښې په نظر رانشی، داسې حقايق چې مونږ د خدای تعالی(ج) په لور لارښوونه كوی. د بورخس قلم د يو داسې معنويت بيانونكے دے چې د هغۀ په وجود كښې ئې بڼه نيولې ده.
دۀ په خپله وينا كښې ووئيل: د بورخس په هكله حتی وئيل شوی دی چې د هغه د افكارو اوصوفی ګرۍ ترمينځ د ارتباط او اړيكې قايليدې شو او هغه يو پټ صوفی ګڼلې شو.
د وئيلو ده چې د مهدويت د ډاكټرين اتم بين المللی كانفرنس د تيرې پنجشنې له ورځې يعنې د روانې چنګاښ د مياشتې له ١٥نیټې څخه په د كورنيو او بهرنيو پوهانو په ګډون سره په تهران كښې پيل شو او پرون پائې ته ورسيد. 1046012

captcha