IQNA

د جُمعې د نمانځۀ په ادا كولو باندې په بنديز د انډونيشيا د مسلمانانو احتجاج

22:05 - July 09, 2012
د خبر لمبر: 2364577
سياسی او اجتماعی ډله: د انډونېشيا د سورابايا ښار مسلمانانو د دغه ښار د حاصل فاسټينډو نومې شركت د ودانۍ په وړاندې چې خپل مسلمانان كاركنان یې د جُمعې په نمانځۀ د ګډون په وجه له كاره وېستی دی مظاهرېوكړې.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا ختیځ او جنوب ختیځ څانګې د رپوټ له مخې د دغه شركت د هغو ٢٤ تنو كاركوونكو له وېستلو نه وروسته وشوې چې د دغه ښار په جامع جومات كښې د جُمعې په نمانځۀ كښې ګډون كړې وو.
يو احتجاجی كس انډېك پرامونو د دغو كاركوونكو د وېستلو په باره كښې وويل: دغه شركت ته پكار دی چې د خپلو ملازمانو د حق خيال وساتی. ملازمان حق لری چې خپل دينی عبادی اعمال ترسره كړی.
«انديك پرامونو»(Andik Pramono)، يكی از معترضان درباره اخراج اين كارمندان گفت: اين شركت بايد حق كارمندانش را رعايت كند، كارمندان حق دارند كه اعمال عبادی دينی خود را انجام دهند.
هغۀ په انډونېشيا كښې د دينونو ازادۍ ته په اشارې سره وويل: انډونېشيا هغه هېواد دے خلق یې دخپلو عبادی اعمال په ترسره كولو كښې ازاد دی نو ځكه دغه شركت حق نه لری چې خپل كاركوونكی د خپلو دينی چارو له اجرا څخه منعې كړی.
د ويلو ده چې د دې باوجود چې انډونېشيا يو اسلامی هېواد دے خو پكښې د خالی او ايتوار په ورځو كښې رسمی چوټی وی نو په دې وجه ځينې مسلمان كاركوونكی په تېره بيا هغه كسان چې په غېر اسلامی شركتونو كښې كار كوی د جُمعې د نمانځۀ په مراسمو كښې د ګډون لپاره له يو لړ مشكلاتو سره مخامخ كیږی.
1048313
captcha