د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د راصد خبری چېنل په نقل سره رپوټ وركړ د سعودی عرب د شيعه مېشته صوبې قطيف د عواميه سيمې خلق پرون مازیګر د ايت الله نمر د نيولو د خبر له خپرېدو وروسته سړكونو ته راووتل او په مظاهرو یې لاس پورې كړ په دغو مظاهرو كښې دوه تنه شيهدان او يو شمېر نور ژوبل شول.
د رارسېدلو رپوټونو له مخې له عواميه سيمې څخه سيداكبر الشاخوری او له قطيف ښار څخه سيد محمد الفلفل د دغو مظاهرو دوه شهيدان وو چې د آل سعود د پوليسو په ډزو سره شهيدان شول.
سعودی ځواكونو آيت الله نمر په يو لړ له تشدد نه ډكو عملياتو كښې پرون مازیګر ونيوۀ
د سعودی عرب سرچينو پخلے وكړ چې شېخ نمر پرون درې بجې ماسپښين په قطيف صوبې كښې د پوليسو په لاسو ونيوے شو.
د دغو سرچينو په قول د سعودی عرب پوليسو د ايت الله نمر د موټر د تعقيبولو په وخت د دغه دينی عالم په لور ډزې وكړې چې په نتيجه كښې د هغۀ موټر له ديوال سره ټكر شو او شېخ یې په زخمی حالت كښې ونيوۀ.
له ايت الله نمر سره نزدې سرچينو وويل چې له تر اوسه دا خبره معلومه نۀ ده چې شېخ نمر د پوليسو په ډزو سره زخمی شوے دے يا د يوې ودانۍ له ديوال سره د هغۀ د ګاډی د جنګېدو له امله زخمی شوے دے.
ويل كیږی چې ايت الله نمر په آل سعود باندې سخت نيوكه كوونكے ؤ چې او تل به یې د سعودی عرب د شيعه مسلمانانو په خلاف د پوليسو ناروا اقدامات او د ښاريزو په خلاف امتيازی سلوك غندۀ.
1048191