IQNA

د مسجدالنبی (ص) موذن وفات شو

20:47 - July 10, 2012
د خبر لمبر: 2364605
نړيواله ډله:د نبوی جومات مؤذن شېخ حسېن بن عبدالله رجب د تېرې جمعې په ورځ په ٨٥ كلنۍ كښې له دې فانی دنيا سترګې پټې كړې
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د سعودی عرب د ((الوطن)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ شېخ حسېن بن عبدالله رجب له پنځوسو كالو نه زياته موده د نبوی جومات موذن ؤ چې په ٨٥ كلنۍ كښې وفات شو.
گروه بين‌الملل: شيخ حسين‌بن عبدالله رجب، مؤذن مسجدالنبی(ص) جمعه، 16 تير، در سن 85 سالگی دار فانی را وداع گفت.
د دغه رپوټ له مخې د خالی په ورځ د چنګاښ د مياشتې په اولسمه نېټه په مسجدالنبی (ص) كښې د هغۀ د جنازې له نمانځۀ نه پس د هغۀ جنازه په جنت البقيع مقبره كښې خاورو ته وسپارلې شوه.
شېخ حسېن بن عبدالله رجب په ١٣٤٨ هجری قمری كال كښې په مدينه منوره كښې پېدا شواو په همدغه ښار كښې یې خپلو زدكړو ته دوام وركړ. هغه په ١٣٨٥ هجری قمری كال كښې په رسمی توګه د مسجدالنبی (ص) موذن مقرر شو.
حسېن رجب به په پرمختللی صوتی سېسټمونو باندې د نبوی جومات له سنبالېدو نه مخكښې د دغه جومات په منارو كښې اذان وركوۀ او د هغۀ له بيمارېدو نه پس به يوازې د سهار نمانځۀ لپاره د هغۀ ريكاټ شوے اذان خپرېدۀ.
1047449
captcha