IQNA

د ملېشيا په سياليو كښې د ((پويا)) تلاوت د هيلو او پروګرام سنجونې مطابق ؤ

20:46 - July 10, 2012
د خبر لمبر: 2365282
نړيواله ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د قران شريف نړيوال قاری د ملېشيا د قران شريف په سياليو كښې د امين پويا ښكلی تلاوت ته په اشارې سره تاكيد وكړ: د هغۀ د تلاوت رودې تقريباً له مخكښې پروګرام سنجونې سره بشپړه مطابقت لرۀ او هغۀ خپل كار په ښۀ ډول سره ترسره كړ.
د ايران نړيوال قاری احمد ابوالقاسمی چې له امين پويا سره د مل استاذ په توګه د مليشيا د قران شريف د نړيوالو سياليو په څلور پنځوسمې دوره كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د نمائنده په توګه ګډون كړ وكړ د دغو سياليو په دريمه شپه یې د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) له لېږل شوی خبريال سره په كوالالمپور كښې په يوه مركه كښې د امين پويا ښكلی تلاوت ته په اشارې سره وويل: هغه تلاوت چې هغۀ د ايران د نمائنده په توګه وكړ له هغۀ څه سره یې ٩٥ فيصد مطابقت لرۀ چې له مخكښې نه یې پروګرام سنجونه شوې وه.
هغه زياته كړه د دې باوجود چې د سياليو د هال د اواز كيفيت،صوتی سېسټم وغېره د نړيوالې سيالۍ مطابق نۀ دے او يو قاری پكښې په اسانۍ سره په صحيح توګه تلاوت نۀ شی كولې او قاری مجبور دے چې د تلاوت په وخت په ځان باندې زيات دباؤ او زرو راولی، همدارنګ د مائېكروفو كېفيت هم صحيح نه دے خو بيا هم پويا د تلاوت د سيالۍ حق ادا كړ.
د يادونې ده چې د ملېشيا د قران شريف د تلاوت د نړيوالو سياليو څلور پنځوسمه دوره چې په نړۍ كښې ترټولو پخوانۍ سيالی يادیږی د تېرې جمعې له ورځې يعنې د چنګاښ د مياشتې له ١٦ نېټې څخه په پوترا تجارتی ښار كښې له ٤٥ هېوادونو څخه د ٦٣ قاريانو په ګډون سره شروع شوې ده او د هم د روانې چنګاښ د مياشتې تر ٢٣ نېټې پورې به دوام ومومی.
1048145
captcha