IQNA

د كلتوری تنظيم او د ائمه اطهار (ع) د فقهی مركز ترمېنځ تفاهم ليك لاس ليك شو

20:45 - July 10, 2012
د خبر لمبر: 2365424
د فكر او علم ډله: د اسلامی كلتور او ارتباطاتو تنظيم د علمی پوهنتونی همكاريو د پراختيا د مركز مشر د اهلبېتو عليهم السلام د مكتب د ترويج په لړ كې د ائمه اطهار (ع) له فقهی مركز سره د دغه مركز د همكارۍ د تفاهم ليك له لاس ليكولو څخه خبر وركړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپوټ له مخې د اسلامی كلتور او ارتباطاتود علمی – پوهنتونی همكاريو د پراختيا د مركز مشر د دې مطلب په بيانولو سره د خپلو اهدافو د پوره كولو په لړ كښې له علمی او دينی مركزونو او ادارو سره تفاهم ليكونه لاس ليكوی چې له دغو مراكزو څخه يو د ائمه اطهار عليهم السلام فقهی مركز دے چې د پراخو علمی او څیړنيزو پروګرامونو وړاندې كوونكے دے.
هغۀ د ائمه اطهار عليهم السلام د فقهی مركز علمی فعاليتونو ته په اشارې سره د ټولنې د ورځنيو مطرح مسائلو په اړه منجمله د ښځو حقوق، د بشر حقوق او د ماشومانو حقوق وغېره. مودې اوشوې مغرب كوشش كوی چې په حقوقی مركزونو كښې اسلامی زدكړې كمزورې وښئ او د دا ډول همكارۍ دغو تورونو ته د مناسب او پراخه ځواب وركولو زمينې برابرې كړې شی.
د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د علمی- پوهنتونی همكاريو د پراختيا د مركز مشر زياته كړه: د دغه تفاهم ليك په لړ كښې كولې شی د خصوصی كانفرنسونو او غونډو او د اسلام پېژندنې او شيعه پېژندنې د چوكيو په جوړولو كښې په ښۀ توګه همكارۍ ترسره شی او د ائمه اطهار عليهم السلام د فقهی مركز لخوا خپارۀ شوی اثار په مختلفو ژبو وژباړلې شی.
1048566
captcha