IQNA

د قرآن د بين المللی نندارتون د مختلفو برخو د مديرانو غونډه نن ترسره كیږی

23:48 - July 10, 2012
د خبر لمبر: 2365576
د قرآنی فعاليتونو ډله: د قرآن كريم د شلم نړيوال نندارتون د مختلفو برخو د مديرانو غونډه نن د نندارتون د دې دورې د رئيس حجت الاسلام حميد محمدی په شتون سره ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د مختلفو څانګو د مديرانو غونډه نن په قرآنی چارو كښې د ايران د اسلامی كلتور او د ارشاد د وزير د قائم مقام او د نندارتون د دې دورې د مشر حجت الاسلام حميدمحمدی په شتون سره ترسره كیږی.
دغه غونډه نن مازدیګر درې بجې د دغه نندارتون د مختلفو برخو د مديرانو په شتون سره په تهران كښې ترسره كیږی او پكښې د دغه نندارتون د جوړولو لپاره وروستۍ اجرائی غږملتياوې ترسره كیږی.
د وئيلو ده چې د قرآن كريم شلم نړيوال نندارتون د روانې چنګاښ د مياشتې له ٢٥نیټې څخه په تهران كښې پيليدونكے دے. 1049238
captcha