د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د اسلامی بېدارۍ د نړيوالې ټولنې عمومی سېكتر د ښځې او اسلامی بېداری نومې كانفرنس چې پرون د چنګاښ د مياشتې په ٢٠ نېټه د تهران په ميلاد برج كښې شروع شو په خپله يوه وېنا كښې وويل: د اسلامی بېدارۍ غورځنګ د هېوادونو خپلواكۍاو ملی عزت ته د حكومتونو بې پامی او له لويو قوتونو سره د هغوی د وابستګۍ په لړ كښې يو غبرګون دے.
ډاكټر ولايتی همدرنګ وويل: اسلامی بيداری د اسلامی نړۍ د مسائلو په تېره بياد فلسطين د مسئلې په وړاندې د حكومتونو د سستۍ او انفعالی چلند ردعمل ګڼل كیږی.
ولايتی دغه ولسی غورځنګونه اسلامی وبلل او زياته یې كړه دغه غورځنګونه د واكمنو سياسی نظامونو په ناكامۍ او د واكمنانو په اقتدارپرستۍ او د هغوی په كورنيو او بهرنيو سياستونو باندې په اعتراض كښې رامنځته شوی دی.
هغه په عرب نړۍ كښې بېداری او پاڅونونه د اسلامی حركت يوه نوې څپه وبلله چې مختلف خاص ځانګړتياوې او اړخونه له ځان سره لری.
هغۀ زياته كړه په مختلفو هېوادونو په تېره بيا په تيونس، مراكش، مصر او لېبيا كښې د انتخاباتو نتائجو په اسلامی تشخص او دينی ارزښتونو باندې د عوامو د پابندۍ ښودنه وكړه.
هغۀ وويل: د خلقو د مختلفو ډلو او پرګنو ترمېنځ ښځې هم د يوې اصلی طبقې په توګه د نړۍ د اسلامی بېدارۍ په څپو كښې يو مهم او د نظر وړ كردار لری. او دا په داسې حال كښې دی چې په اسلامی ټولنو كښې د مسلمانو ښځوپه حقله د افراط او تفريط په بنياد جوړ شويو نظرياتو كتونكی يو او هغوی په اجتماعی او سياسی ډګرونو كښې له شتون او فعاليتونو څخه منعې كولې شی او يا یې په دغو ډګرونو كښې د هغوی شتون د اسلامی اصولو او معيارونو له پرېښودو او د مغربی درامد شوی تهذيب او كلتور له منلو سره مشروط كړے دے. خو د اسلامی بېدارۍ په غورځنګ كښې ښځو په خپل موثره شتون سره دا خبره ثابته كړه چې مسلمانه ښځه د خپلو دينی اصولو او اعتقاداتو په ساتلو او په خپلو علاقائی او ځای خصوصياتو باندې په پابندۍ سره په سياسی او اجتماعی ډګرونو كښې يو ټاكوونكے رول لرلې شی.
هغۀ زياته كړه چې نن مسلمانان په دې پوهېدلی دی چې په داسې دور كښې چې مادی افكارو اخلاقی او معنوی اقدار له مختلفو خنډونو او مشكلاتو سره مخامخ كړی او د ختمولو كوشش یې كوی اسلام كولې شی معنويت او خداے لټونې ته د انسان د ستنولو لارښود او منادی وی.
ولايتی وويل: د اسلامی د ستر احيا كوونكی حضرت امام خمينی (رح) په مشرۍ د ايران اسلامی انقلاب رامنځته كېدل د سيد جمال الدين، محمد عبده، سيد قطب، حسن البنا، ابوالعلی په شان مشارانو او د عبدالقادرالجزائری، عمرمختار لېبيائی، عزالدين قسام فلسطينی په شان مبارزانو او د مېرزا حسن شيرازی، ملا كاظم خراسانی او كاشف الغطاء په شان ايت الله ګانود لارې دوام او د اميد يو بڅركې ؤ چې د نړۍ مسلمانان یې د سوړ جنګ او د شرق او غرب د ائیډيالوجيو د مطلق حاكميت په دور كښې تفكر ته مجبور كړل.
هغۀ زياته كړه د حضرت امام خمينی (رح) نظرياتو او تفكراتود اسلامی غورځنګ په كالبد كښې يو نوے روح وپوكۀ او د دې سبب شو چې د اسلامی بيدارۍ غورځنګ يوې نوې مرحلې ته داخل شی.
هغه وويل: د ايران اسلامی جمهويت د حضرت ايت الله العظمی خامنه ای (مدظله العالی) په حكيمانه مشرۍ سره چی د اسلامی بېدارۍ ډګر له مخكښانو څخه د ے په تېرو څو لسيزو كښې په مهمو مسائلو باندې تاكيد لرلے دے چې هدف یې د مسلمانو ولسونو د عزت او عظمت راژوندی كول او د اسلامی نړۍ په سياسی، اقتصادی او اجتماعی بدلونونو كښې د اسلامی امت د مقام بيا حاصلول دی.
هغۀ زياته كړه په تېرو دريو لسيزو كښې په سيمه كښې نويو اسلامی غورځنګونو ظهور وكړ چې هر يو يو لړ خاصې ځانګړتياوې او پائېلې لرلې، هم هغه ډول چې ځينو افراطی ډلو د تعادل او تسامح له پولو څخه په تېرېدو او په خپلو ریډيكلی او يرغلی نظرياتو سره یې نه يوازې د اسلامی نړۍ په داخل كښې درزونه او اختلافات رامنځته كړل بلكې د دهشتګردۍ سره د مبارزې په بهانه یې سيمې ته د لويدیځ د شتون او مداخلت زمينې برابرې كړې او په نړۍ كښې د اسلام د بدنامولو او د دغه مبين دين د منفی تصوير د وړاندې كولو سبب شوې.
1049504