بالاخره پنځوس كاله پس په وړومبی ځل د لېبيا ازاد انتخابات وشول، او په دغو انتخاباتو كښې د٦٠ فيصده خلقو ګډون وښودله چې د لېبيا خلق د انقلاب برخليك ته زيات متوجه دی او اهميت ورته وركوی. د پارلېمان د ٢٠٠ چوكيو لپاره تقريباً ٣٧٠٠ كسان مقابلې ته ولاړ وو. په زړۀ پورې دا چې د قذافی د حاميانو له مركز ابوسليم غوندې سيمې څخه د يوازې دوو چوكيو لپاره ٨٤ كسانو د نامزدګۍ لپاره نومونه ليكلی وو.
د انتخاباتو د قانون مطابق لېبيا په درې انتخاباتی سيمو باندې وېشل شوې ده چې دغه جمع بندی د ابادۍ او جغرافيا په بنياد شوې ده. د پارلېمان د ٢٠٠ چوكيو له منځه ١٠٤ چوكۍ د لېبيا له مغربی برخې سره، ٦٠ چوكۍ د مشرقی برخې سره او ٣٤ چوكۍ هم د دغه هېواد له جنوبې برخې سره متعلق وې. چې په دې بنياد مغربی برخه چې اكثر پكښې لېبرل خلق دی له ٥٠ نه زياتې چوكۍ به په اختيار كښې ولری او د حزب الوطن يا حزب عدالت او ابادۍ په شان له اخوان المسلمين سره وابسته ډلې اقتدار ته د رسېدو زيات چانس نۀ لری. همدار نګ د محمود جبرئيل په مشرۍ د لېبرل ملی ځواكونو ائتلاف چې د كاميابې ډلې په توګه يادیږی هم پرېكنده اكثريت نه شی حاصلولې.
خو هغه څه چې له انتخاباتو نه پس د يو مشكل په توګه د لېبيا مخې ته څرګندیږی د جدائی طلبۍ او د لېبيا د تجزیې مسئله ده چې د قذافی په ډېكټېټرانه او له ولسواكۍ نه په لرې نظام كښې ورته تقويت ملاو شو ے دے او ځينې ډلې د او جريانونه د تجزیې او جدائۍ په تكل كښې دی. خو په بل طرف ته په انتخاباتو كښې د خلقو او اميدوارانو اكثريت ګډون او نور علائم دا ښودنه كوی چې د لېبيا خلق د څو وړو وړو لېبياګانو په ځاے يوې متحدې لېبيا ته ترجيح وركوی او دا خبره د هغو خلقو لپاره د اميد يو څرك كېدې شی چې د يو ډېكټېټرانه نظام له جغ نه په رهائۍ سره د اسلامی تعليماتو ، وحدت او يووالی د سيوری په پناه كښې راتلل غواړی.
پكار دی دا خبره په ذهن كښې وساتو چې انتخابات او ډېموكرېسی د لېبيا په شان بدوی ټولنه كښې هم د ترقۍ او اسلامی بېدارۍ په لور په تګ كښې مرسته كولې شی. او د دغه انقلابی ولس نه دا توقع كیږی چې په آئنده كښې د جدائۍ او تقسيم په ځاے د نوی منتخب حكومت د تقويت او په هېواد كښې د اتحاد او يووالی سبب شی. او هغه قبيله ای او د ډلو ټپالو كوم بنياد چې قذافی د خپل آمرانه حكومت د چلولو لپاره اېښودے ؤ د هغه بنياد د رانړولو لپاره به له صبر او زغم نه كار واخلی.
حامد كريمی
1049573