IQNA

د تيونس د ((النهضه)) اسلامی ګوند وړومبنۍ څرګنده غونډه سبا جوړیږی

20:30 - July 11, 2012
د خبر لمبر: 2366476
نړيواله ډله: د تيونس د ((النهضه)) اسلامی ګوند وړومبنۍ څرګنده غونډه سبا د چنګاښ د مياشتې په ٢٢ نېټه په دغه هېواد كښې د اسلامی نړۍ د لوړ رتبه سياسی شخصيتونو په ګډون سره جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((الشعب اليوميه)) ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ،د دغې غونډې د عالی كمېټۍ مشر رياض الشعيبی په يو اخباری كانفرنس كښې وويل: دغه غونډه د ((مستقبلنا بايدينا)) (مستقبل زمونږ په لاسو كښې دے) په نعرې سره جوړیږی او تر درې ورځو پورې به دوام ولری.
رياض الشعيبی وويل: ١١٠٣ نمائندګان چې په تېرو دوو مياشتو كښې په ځای او سيمه ايزو كانفرنسونو كښې غوره كړې شوی دی په سبانۍ غونډه كښې به ګډون وكړی.
الشعيبی همدارنګ څرګنده كړه النهضه اسلامی غورځنګ دتيونس د سياسی ګوندونو يوشمېر مشران او شخصيتونه او ٢٠٠ عربی او غېر عربی سياسی اوحزبی شخصيتونه په دغه غونډه كښې دګډون لپاره رابللی دی.
هغۀ څرګنده كړه: د لېبيا د انتقالی ملی شورا مشر مصطفی عبدالجليل، د الجزائر د ملی ازادۍ د محاذ عمومی سېكتر عبدالعزيز بالخادم، د سوډان د الامه ګوند مشر صادق المهدی او د فلسطين د اسلامی مقاومت د غورځنګ حماس د سياسی دفتر مشر خالدمشعل په دغه غونډه كښې د ګډون لپاره له دعوت كړې شوی عربی شخصيتونو څخه دی.
رياض الشعيبی په اخېر كښې يادونه وكړه چې د دغې غونډې په ترڅ كښې څوخصوصی ناستې هم ترسره كیږی چې ((په نړيوال ډګر كښې د عربو نړۍ د بدلونونو تاثير))، ((د عربو نړۍ د بدلونونو په حقله د مغرب نظريه)) او ((د عربو انقلابونو د نعرو اهميت)) ددغو ناسو له محورونو څخه دی.
1049506
captcha