د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د kapitalis د اطلاع رسونې د مركز په نقل سره رپوټ وركړ،د تيونسد دينی چارو د وزارت يوچارواكی ددې په بيانولو چې حكومت په غوڅه توګه دسلفيانوپه وړاندې اودریږی وويل: له انقلاب نه وروسته زياترو اورپكو سلفيانو دجوماتو كنټرول په لاسو كښې واخېست او كوشش یې وكړ چې په هېواد كښې وهابی نظريه تروېج كړی خو د تيونس د دينی چارو وزارت ددغو افراطی عقائدو د تبليغ په وړاندې ټينګ اودریږی.
هغۀ زياته كړه تراوسه پورې په دې كښې كامياب شوی وو چې د اكثرو جوماتونو څارنه د دينی وزارت لخوا تائيد شويو مسئولانو ته وسپاروو خو لا اوس هم د تيونس په پينځو ښارونو كښې اتلس جوماتونه د سلفيانو او وهابيانو په لاسو كښې دی.
هغۀ د دې په بيانولو سره چې سلفيان كوشش كوی په هېوادكښې شرعی اوقات هم د وهابی طريقې مطابق اجرا كړی وويل: سلفيانوحتی په تيونس كښې د نمانځۀ وختونه هم بدل كړی دی او د صفاقس ښار ښه جومات كښې د تېرې جمعې پېښې چې د خلقواو وهابيانو ترمېنځ د جګړې سبب شوې ښودنه كوی چې د تيونس د خلقو او حكومت ترمېنځ د وهابيت افكار هیڅ ځاے نۀ لری.
1050132