د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ISESCO د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دآئېسسكو عمومی سېكتر عبدالعزيز عثمان التويجری پرون د چنګاښ د مياشتې په شلمه نېټه په يو اخباری كانفرنس كښې په تيمبوكتو ښار كښې د انصار دين نومې وهابی او سلفی ډلې لخوا د جوماتونو او مقدسو زيارتونو د ورانولو دوام ته په اشارې سره دغې سيمې ته په مسلمانو مفكرانو باندې مشتمل د يو وفد د لېږلو غوښتنه وكړه.
هغۀ په دغه كانفرنس كښې وويل: د دغه پلاوی د لېږلو مقصد د مالی جمهوريت په شمال كښې د تيمبوكتو ښار د جوماتونو، مقدسو زيارتونو او لرغونو اثارو د ړنګولود بندېدو لپاره د انصار دين په نامه د وهابيانو له وسله والې ډلې سره خبرې اترې دی. هغۀ زياته كړه چې د دې مقصد لپاره يوازېنۍ لاره سوله ايزې خبرې اترې دی او د دې مسئلې د اواری لپاره د هر ډول فوځی مداخلت به د انسانی زيانونو او د دغې سيمې د ټولو اثارو له رنګېدونه بغير بله نتيجه ونلری.
د يادونې ده چې د انصار دين په نامه د وهابيانو ډلې له تېرو څلورمياشتو راهسې دمالی جمهوريت دشمالی برخې كنټرول په خپلو لاسو كښې اخېستې دے او دغه مقدس زيارتونه اوقبرونه د وهابی نظریې مطابق يو ډول بدعت او د اسلام په خلاف چاره ده او په دې بهانه یې د هغو ويجاړولو ته مخه كړې ده.
1050292