IQNA

د ((ښځې او اسلامی بيداری)) غونډې ميلمنو د حضرت امام خامنه ای سره ليدۀ كاتۀ وكړل

0:00 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366640
سياسی ډله: د ښځې او اسلامی بيداری نومې وړومبۍ بين المللی غونډې ميلمنو نن له غرمې مخكښې په امام خمينی(رح) حسينيه كښې په حاضريدو سره د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر سره ملاقات وكړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ښځې او اسلامی بيداری نومې وړومبۍ بين المللی غونډې ميلمنو نن سهار د ايران د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی خامنه ای سره ملاقات وكړ.
د ايران د انقلاب د معظم رهبر له ويناؤ نه مخكښې د فلسطين، مصر، تيونس، بحرين، لبنان، ليبيا، يمن، آذربايجان جمهوريت او د عراق له هيوادونو څخه يوشمير ګډون كونكو د سيمې د پاڅونونو او د اسلامی بيدارۍ په هكله خپل نظر بيان كړ.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر د اسلامی بيدارۍ په ستر حركت كښې د ښځو رول بې بديله وبالۀ.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا...العظمی خامنه ای نن د اسلامی نړۍ له زرو نه د زياتو پوهو او مجاهدو ښځو په كتنه كښې د اسلامی بيدارۍ په ستر حركت كښې د ښځو رول بې بديله وباله او د ايران د اسلامی انقلاب په برياليتوب او دوام كښې ئې د ايران د ښځو د شتون ډيرې له بركت نه ډكې تجربې ته په اشارې سره ټينګار وكړ: د اسلامی بيدارۍ په مبارك خوزښت كښې د ښځو د شتون دوام، پياوړتيا او پراختيا به بې شكه د مسلمانو ولسونو لپاره ګڼ شمير كاميابۍ په ځان پسې ولری.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر په تهران كښې د ښځې او اسلامی بيدارۍ په بين المللی غونډه كښې د نړۍ د ٨٥هيوادونو د پوهو او مسلمانو ميرمنو اجتماع د يواوبل سره د اسلامی نړۍ د ښځو د لازيات شناخت او پيژندګلۍ لپاره يو مهم فرصت وباله او زياته ئې كړه: په دې غونډه كښې رامينځته شوې آشنائی او تعامل پكار دی د مسلمانو ميرمنو د هويت او شخصيت د راژوندی كولو په چلن كښې د يو اغيزمن او پاتيدونكی حركت د رامينځته كولو لپاره يوه سريزه وی.
د نړۍ د مسلمانانو ولی امر له اسلامی هويت څخه د مسلمانو ښځو د ليرې كولو لپاره د لويدیځ پيچلې او هراړخيزې سل كلنې هڅې ته په اشارې سره څرګنده كړه: د دغه هويت د احيا لپاره د اسلامی نړۍ د پوهو ميرمنو كوشش د اسلامی امت ډير ستر خدمت دے ځكه چې د مسلمانو ښځو د هويت، پوهې او بصيرت احساس به د اسلامی بيدارۍ په بهير او د اسلامی امت په عزت او كرامت باندې ډيره ژوره او څوچنده اغيزه وكړی.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه ای ښځې ته د لويدیځ ليد، له سپكاوی نه ډك ليد او نظر وباله او څرګنده ئې كړه: لويدیځوال د خپل كلتور په تل كښې ښځه د سړی د لذت او خوند لپاره يوه وسيله بولی او د دغه هدف د پوره كولو لپاره ئې خپل ټول وسايل او اوزارونه استعمال كړی دی خو په يو غولونكی حركت كښې ئې په دغه شاته پاتی، نيمګړی او ګمراه كونكی نظر باندې د آزادۍ نوم ایښے دے، لكه څنګه چې د ولسونو د قتل او غارت، د هيوادونو د پانګو د لوټولو او د لشكر كشۍ او د جنګ د ورتپلو په جنايتونو باندې هم د آزادی غوښتنې، بشری حقوقو او ډيموكراسۍ په شان يولړ غولونكی نومونه ږدی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر ښځې ته د اسلام نظر دغې مقولې ته د لويدیځ د ليد په مقابل ټكی كښې وباله او ټينګار ئې وكړ: اسلام ښځې ته عزت بخښونكے، كرامت پنځونكے او وده وركونكے ليد لری او د ښځې لپاره يو خپلواك هويت او شخصيت قائل دے.
د نړۍ د مسلمانانو ولی امر په دې بيان سره چې مستكبران او د هغو په سر كښې امريكا او صهيونزم چې د اسلامی بيدارۍ د ستر حركت په وړاندې غافلګيره شوی دی، په خپل ټول وجود سره هڅه كوی چې دغه حركت كنټرول كړی او پخپله پرې واكمن شی، وفرمايل: كۀ مسلمان ولسونه د دغو دسيسو په وړاندې مقاومت وكړی او همدغه شان په ډګر كښې پاتې شی نو په نړيوال استكبار باندې د هغوی برے قطعی دے ځكه چې د ولسونو د ايمان او شتون په وړاندې د ټولو مستكبرانو د تورې قدرت پس او بې كاره دے.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر همداشان د فلسطين له حمايت څخه د ايران د اسلامی جمهوريت د منصرفولو لپاره د لويدیځ د ناكامو كوششونو په يادولو سره ټينګار وكړ: ايران د شيعه او سنی په شان له انحرافی بحثونو پرته د ټولو مسلمانو وروڼو ترڅنګ ولاړ دے.
د دغه رپورټ له مخې د ښځې او اسلامی بيدارۍ په نامه بين المللی كانفرنس پرون د اسلامی ايران د جمهوررئيس محموداحمدی نژاد په ويناؤ سره خپل كار پيل كړ. 1050178



captcha