IQNA

د عربستان تاؤتريخجنو اقداتو ته د ايران د خارجه وزارت غبرګون

0:21 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366642
سياسی ډله: د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند رامين مهمانپرست د سعودی عربستان د دينی شخصيتونو او د دغه هيواد د ختیځو سيمو د خلكو پرخلاف د سعودی رژيم له وروستيو تاوتريخجنو اقداماتو څخه اندیښنه څرګنده كړه.
د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی رامين مهمانپرست د سعودی عربستان د ختیځو سيمو د خلكو او د دينی شخصيتونو پرخلاف د حكومتی ځواكونو له وروستيو تاؤتريخجنو اقداماتو څخه كوم چې د دغې سيمې د يوشمير خلكو د وژل كيدو او زخمی كيدو سبب شول، خپله سخته اندیښنه وښودله.
رامين مهمان پرست هيله وښودله چې د سعودی عربستان دولت د خلكو جايزو غوښتنو ته جدی پاملرنه وكړی او د خلكو د غوښتنو په وړاندې له خشونت استعمالولو نه ډډه وكړی. 1050622
captcha