IQNA

په تاجكستان كښې د قرآنی علومو او د فارسۍ د الف ب تعليمی دورې پائې ته ورسيدې

0:21 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366643
د قرآنی فعاليتونو ډله: د قرآنی علومو او د فارسۍ د الفبا د زده كړې پرله پسې دولسمې دورې اختتاميه مراسم د زده كونكو او استاذانو په شتون او د دغو دورو د غوره كسانو په قدرونې سره پائې ته ورسيدل.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغو دورو د پائې په مراسمو كښې كوم چې په يوځائې ترسره شول، په تاجكستان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت كلتوری سلاكار محمدحسين اردوش په يولړ ويناؤ كښې د قرآنی علومو او د فارسۍ د حرف تهجی د پرله پسې تعليمې دورې د ترسره كولو له چلن څخه يو رپورټ وړاندې كړ كوم چې د دغه كلتوری مركز د نمايندګۍ په ودانۍ كښې ترسره شول.
همداراز ٢٠تنو غوره زده كونكو ته په يادګاری توګه يولړ هدئې وركړې شوې او د دغو دورو اوو ممتازو كسانو ته هم د يوې اونۍ له پاره د ايران اسلامی جمهوريت ته د سفر كولو او د حضرت ثامن الحجج علی بن‌موسی الرضا(ع) د ملكوتی بارګاه د زيارت كولو ډالۍ وركړې شوه. 1050188

captcha