د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه غونډه كښې حجت الاسلام سيد عاقل علی نقوی د رمضان د مباركې مياشې د فضايلو او هغې د عبادی اعمالو د بيانولو په ترڅ كښې څرګنده كړه: دغه مباركه مياشت له متعال خدای څخه د ګناهونو د بخشش د غوښتلو لپاره يو ستر فرصت دے، په دې اساس د دغې مياشتې د پيليدو نه مخكښې پكار دی ځان چمتو كړو او د دغې له بركت نه ډكې مياشتې هركلی ته ورشو.
دوی د روژې د مباركې مياشتې په هكله د حضرت امام جعفرصادق(ع) يو حديث ته په اشارې سره وفرمايل: څوك چې په دې مياشتې كښې ګناهكار پاتې شی هغه ډير بدبخته انسان دے. مسلمانانو ته پكار دی چې په دغې له خير او بركت نه په ډكه مياشت كښې قرآن كريم، صحيفه سجاديه او نهج البلاغه ته مخه كړو څو د دغې مياشتې له بركاتو نه برخمن شو.
د وئيلو ده چې دغه غونډه د مسلمانو انديشمندانو او علماؤ او يوه ډله عامه خلكو په شتون سره د تيرې دوشنبې په ورځ د پاكستان په ماړی انډس ښار كښې ترسره شوه. 1049595