IQNA

په تهران كې د مېرمنو او اسلامی ویښتيا غونډه پای ته ورسيده

9:25 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366718
نړيواله ډله: د مېرمنو او اسلامی ویښتيا نړيوالې غونډې بیګا د يوې بيانیې په خپرولو سره په تهران كې خپل كار پای ته ورساوه.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس. په دې غونډه كې ګډونوالو، له هغوی سره په كتنه كې د ايران د اسلامی انقلاب د مشر له روښانوونكو څرګندونو په قدرونې سره، په يوه ۱۹ ماده ييزه بيانيه كې ددې غونډې كار پای ته ورساوه.
په دې بيانيه كې، اسلامی ویښتيا له الهی ژمنو او نعمتونو او قيمتی حقيقت وبلله او ويل شوی چې د اسلام غوښتنې په موخه د عمل او جهاد په ډګر كې د مېرمنو او نارينه و پراخ شتون، ظلم له منځه وړل او د نړيوال صهيونزم او سلطه غوښتنې نفی كول او همدارنګه د انسانی كرامت او آزادۍ ترلاسه كول دی.
دې بيانیې وروستی بدلونونه په ټولنه كې د مېرمنې د ځایګاه او رول د پياوړتيا لامل وبلل او زياته كړې یې ده چې دغه نوی شرايط ايجابوی چې د مېرمنو له وړتياوو څخه په سياسی، ټولنيز، كلتوری او اقتصادی اړخونو په ځانګړې توګه په علمی، مديريتی كچه د اسلامی هېوادونو په پريكړو نيونو كې په ښه توګه استفاده وشی. په دې غونډه كې برخه والو د اسلامی ویښتيا په غړولو كې د استكبار د دسيسو په اړه د خبرداری په وركولو سره يادونه وكړه، لكه څنګه كې استكبار هڅه كړې چې د دې سترې ویښتيا مخه ونيسی، تل په دې لټه كې دی چې د سيمې دغه اسلامی انقلاب د خپلو ناروا ګټو په موخه وغړوی، نو ځكه د استكبار ناولی ماهيت ته په پام سره، د نړيوال صهيونيزم او استكبار د دسيسو پېژندل او پروړاندې یې هوښياری، نه انكاريدونكې اړتيا او لومړيتوب دی.
د دې بيانیې په دوام كې د غونډې ګډونوالو د فلسطين د خلكو مقاومت د اسلامی نړۍ د ویښتيا يو اصلی لامل وباله او ويلی یې دی چې شك نشته په دې هيله مند بهير كې، د فلسطين د مېرمنو په ځانګړې توګه د صهيونيزم پروړاندې په مقاومت كې د مېرمنو رول او ونډه، د نورې نړۍ د مسلمانو مېرمنو لپاره بېلګه پاتې شوې ده نو ځكه دغه لاره بايد دوام پيداكړی ترڅو د قدس شريف د آزادېدو لامل شی.
1051040
captcha