IQNA

د قران د نندارتون د ((تازه مسلمانان)) په برخه كښې د اسلام قبلونې څېړنه او د شيعه مبلغانو معرفی

19:18 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366916
نړيواله ډله: د قران شريف د شلم نندارتون د ((تازه مسلمانان)) دبرخې مسئول دې ته په اشارې سره چې ((اسلام ښكلے دے)) د دې برخې شعار غوره شوے دے څرګنده كړه. دا نوې برخه به په دنيا كښې د شيعه مبلغانو د فعاليتونو په معرفی كولو او د اسلام قبلونې چې په ټوله دنيا كښې رامنځته شوې ده د مهم بحث په څېړنه لاس پورې كړی.
د قران شريف د شلم نندارتون د ((تازه مسلمانان)) دبرخې مسئول جمال طاهری د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په يوه مركه كښې ددې مطلب په بيانولوسره وويل: د قران شريف په شلم نندارتون كښې د تازه مسلمانانو د برخې د جوړولو يوبل ضرورت هغې اړتيا ته ځواب ويل دی چې زمونږ په نننۍ معاشره كښې د دين د بحث په نسبت د ځوانانو لپاره شتون لری. نو په دې بنياد دا برخه په دنيا كښې د شيعه مبلغانو د فعاليتونو په معرفی كولو او او د اسلام قبلونې چې په ټوله دنيا كښې رامنځته شوې ده د مهم بحث په څېړنه لاس پورې كوی.
طاهری زياته كړه: د دغې برخې يو ترټولو لوے هدف دا دے چې عام خلق او نندارچيان د تبليغ په بحث لګيا كړو ځكه چې هم هغه ډول چې پوهیږئ زياتره كسان چې مسلمانیږی له مسلمانو خلقو سره د معاشرت له لارې د هغوی د چلند او ژوند تېرولو طريقو په ليدو سره اسلام ته ګروهنه پېدا كوی او اسلام قبلوی.
هغۀ په دوام كښې وويل: د تبليغ د طريقو، د تبليغ د اهدافواو مبلغانو معرفی كول همدارنګ د اسلام او تشيع په اړه پوښتنو ته ځواب وينه، د مبلغانو، نويو مسلمانانو او خلقو ترمېنځ د دينی مباحثو او تعلقاتو پېدا كول له نورو هغو اهدافو څخه دی چې د قران شريف د نندارتو په دغه برخه كښې به تعقيب شی.
هغۀ وويل:د تازه مسلمانانو د برخې سټال به د مصلی امام خمينی (رح) د شبستان په دويمه طبقه كښې په نړيواله برخه كښې جوړه كړېشی او د غه سټال فعاليتونه به د مقالود وړاندې كولو،د غونډو د جوړولو، د پوښتنواو ځوابونو د جلسو برابرولو او د خاطرو د بيانولو د ناستو په قالب كښې ترسره شی.
جمال طاهری يادونه وكړه چې د تازه مسلمانانو برخه چې د ((اسلام ښكلے دے)) په شعار سره جوړیږی يو د دوكان هم ولری چې پكښې د تازه مسلمانانوپه حقله كتابونه، آثار او فېلمونه او په مختلفو ژبو تبليغی بحثونه وړاندې شی.
1048866
captcha