IQNA

د تبريز انتخاب ، د سترو قرانی پروګرامونو د كوربا توب لپاره د ايران د ښارونو د اوچت ظرفيت ښودنه كوی

19:21 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366920
نړيواله ډله: د قران شريف د نړيوالو سياليو لبنانی داور د مسلمانومحصلينو د قران شريف د سياليو د څلورمې دورې لپاره د تبريز ښار انتخاب ته په اشارې سره وويل: دا مسئله د قران د سترو پروګرامونود كورباتوب لپاره دايران د ښارونو د لوړ ظرفيت بيانوونكې ده.
د لبنان د قران د نړيوالو سياليو داور او قاری حسېن حمدان د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كښې د مسلمانومحصلينو د قران شريف د سياليو د څلورمې دورې لپاره د تبريز ښار انتخاب ته په اشارې سره وويل: د ايران په ښارونو او صوبو كښې د دغو قرانی پروګرامونو جوړېدل په اسلامی دنيا كښې يوداسې حركت دے چې په معاشره كښې د قرانی ثقافت په بنياد جوړېدو كښې مرسته كوی او ښودنه كوی چې د قرانی پروګرامونو د كوربا توب لپاره د ايران مختلف ظرفيتونه لوړ ظرفيتونه لری.
هغۀ زياته كړه د قران شريف هغه نړيوالې سيالۍ چې د ايران په اسلامی جمهوريت كښې جوړیږی د قرانی فعاليتونو لپاره د دې هېواد د خاص اهتمام بيانوونكې دی او د مسلمانو محصلينو خصوصی سيالۍ هم دا ښودنه كوی چې ايران د نورو هېوادونوپه پرتله په دې ډګر كښې مخكښ دے.
هغۀ وويل دا سيالۍ پكار دی يوازې هلكانو محصلينو پورې محدودې نۀ شی بلكې د جينكو محصيلينو لپاره هم جوړې شی چې دا چاره به د دې سبب شی چې دغه ډله به هم چې د قران شريف د حفظ، تجويد او قرائت په زمينو كښې كوم استعدادونه لری خپلې توانمنۍ نندارې ته رامخكښې كړی چې دا كار ايران په ښۀ توګه او جداګانه توګه كولې شی.
ايران په اسلامی نړۍ كښې د قران بېرغوال دے
حسېن حمدان همدارنګ وويل: د ايران اسلامی جمهوريت د قران شريف د سياليو په جوړولو كښې هنرمندانه او قدرتمند عمل كوی او داسې تجربې لری چې كېدې شی په بل اسلامی او عربی هېواد كښې كم ولېدې شی. مونږ كوشش كوو چې له دغو تجربو څخه استفاده وكړو ځكه چې ايران نن په اسلامی نړۍ كښې د قران شريف بېرغوال دے.
هغۀ وويل په ايران كښې چې د قران شريف كومې سيالۍ جوړیږی له هغو نه مقصد فقط قرانی سيالۍ نه دی بلكې د دغو سياليو په باطن كښې ډېر لوړ هدفونه هم پټ دی چې له هغو څخه يو هدف د اسلامی امت ترمېنځ د وحدت او يووالی او په دغه الهی كتاب قران شريف باندې د امت د منګولو لګول دی.
هغۀ زياته كړه په دغو سياليو كښې د بهرنيو داورانو شتون دا ښودنه كوی چې ايران دا كوشش كو چې په سياليو كښې د انصاف خيال وساتلې شی او د سيالانو سيالۍ په غور او دقت سره وجاجولې شی او په صحيح توګه غكوره كسان انتخاب شی.
هغۀ په اخېر كښې وويل چې د ايران د اسلامی انقلاب معظم رهبر د قران شريف د سياليو د جوړولو لپاره يو خاص اهتمام او كوشش كوی او دا سيالۍ د دوی ملاتړ سره جوړیږی او د ايران خلق هم له قران شريف اوقرانی فعاليتو سره مينه او عشق لری چې د يو هېواد د خلقو او رهبر ترمېنځ د وحی له كلام سره دا عشق به د قران شريف د نشرولو او د قرانی ثقافت د تروېج په لاره كښې زيات خنډونه له لارې څخه لرې كړی.
1049833

captcha