IQNA

د مصر په نوی اساسی قانون كښې د اسلامی شريعت په بقا باندې د الازهر ټينګار

20:59 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366947
بين المللی ډله: شيخ الازهر د يوې بيانیې په صادرولو سره د مصر د اساسی قانون د دويمې مادې د باقی پاتې كيدو په ضرورت باندې ټينګار وكړ كومه چې د اسلامی شريعت د اجرا كولو په هكله ده.
د المنار خبری چينل له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: شيخ الازهر احمدالطيب په دغه بيانيه كښې څرګنده كړه: مونږ د مصر د اساسی قانون په دويمې مادې پورې د اړوندو بندونو د زياتولو يا ختمولو سره مخالف يو كوم چې په قانون كښې د اسلامی شريعت د اصولو په مرجعوالی باندې ټينګار وكړی.
احمدالطيب په دوام كښې زياته كړه: اسلامی شريعت پكار دی بې له كوم بدلونه په اساسی قانون كښې په نظر كښې ونيوې شی، هغه قانون چې اسلام رسمی دين، عربی ژبه د دولت رسمی ژبه او د اسلامی شريعت اصول د قانون جوړونې اصلی سرچينه بولی.
شيخ الازهر همداراز څرګنده كړه: د مصر د اساسی قانون دويمه ماده د خپلو ځانګړتياو په وجه د دغه هيواد د ټولو سياسی ډلو د موافقې وړ ده.
د دغه رپورټ له مخې: د مصر وهابی ډلو له دې نه مخكښې د دغه هيواد د اساسی قانون د تدوينولو له كمیټې كومه چې د تيرې ميلادی مياشتې په وروستيو كښې خپل كار پيل كړ، د دغه هيواد د اساسی قانون په دويمه ماده كښې د يولړ بدلونونو د راوستو غوښتنه وكړه چې دغه غوښتنه د عيسايانو په شمول د مصر د ټولنې لخوا د مخالفتونو سره مخامخه شوه. 1050609

captcha