IQNA

په ښځې او اسلامی بيداری نومې وړومبۍ غونډه كښې د اسلامی تفكر فاؤنډيشن شتون

20:59 - July 12, 2012
د خبر لمبر: 2366954
د علم او پوهې ډله: د اسلامی تفكر فاؤنډيشن د د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د سازمان په استازيتوب د ((اسلامی بيدارۍ))، ((محجوبه)) او ((الطاهره)) په دريو نشريو سره په ((ښځې او اسلامی بيداری)) كانفرنس كښې ګډون وكړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د دغې غونډې په افتتاحيه مراسمو كښې كوم چې وړمه ورځ د اسلامی ايران د جمهوررئيس په شتون سره ترسره شول، دغه نشرئې د بهرنيو او كورنيو ميلمنو د بې مثاله هركلی سره مخامخې شوې.
همداراز د دغو دريو خپرندويو د ليكونكی هيئت غړی او سرمنشيان به چې په خپلو وروستيو ګڼو كښې ئې په پراخه توګه په اسلامی بيدارۍ كښې د ښځو په رول لاس پورې كړے دے، د اسلامی تفكر د فاؤنډيشن په غرفه كښې موجود وو او له ايران او د نړۍ له نور اتيا هيوادونو څخه به د ١٥٠٠ميلمنو كوربانه وی. 1050133


captcha