IQNA

په هند كښې د قران له نظره د اجتماعی كړكېچ د ختمولو لارې چارې وڅېړلې شوې

20:09 - July 14, 2012
د خبر لمبر: 2368215
د فكر او علم ډله: ((دقران په رڼاكښې د اجتماعی كړكېچ ختمول)) نومې سيمينار د هند د اتر پردېش صوبې په لكهنو ښار كښې د القران موسسې له خوا وشو.
د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې دغې قرانی ادارې د قران شريف د تعليماتو او مفاهيمو په باره كښې د اګاهۍ په لړ كښې د تېرې جمعې په ورځ د چنګاښ د مياشتې په ٢٣ نېټه ((دقران په رڼاكښې د اجتماعی كړكېچ ختمول)) نومې سيمينار جوړ كړ.
په دغه سيمينار كښې د دغه هېواد لوړرتبه عالمانو او مفكرانو د كلا م الله مجيد د تعليماتو په رڼا كښې د اجتماعی مشكلاتو او مسائلو د اواری په اړه څېړنه وكړه او په دغه غونډه كښې یې حاضر خلق د دغه اسمانی كتاب له معانې او مفاهيمو او د ټولنې په وړاندې د مسلمانانوله مسئوليتونو څخه اګاه كړل.
1051197
captcha