IQNA

د روژې له مباركې مياشت څخه د تركی د مسلمانانو هركلے

20:07 - July 14, 2012
د خبر لمبر: 2368218
سياسی او اجتماعی ډله: د تركی د قونیې ښار خلقو د دغه ښار د ښاروالۍ، دينی تنظيمونو او مركزونو په ملګرتيا سره د روژې د مباركې مياشتې د له شروع كېدو سره په يووخت په ٥٥ ځايونو كښې د روژه ماتی انتظامات كوی.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د قونیې ښار ښاروال طاهر آك يورك وويل: دغه روژه ماتې په هره شپه د روژې دمباركی مياشتې په مناسبت د دغه ښار په ٥٥ ځايونو كښې وركړې كیږی او اټكل كیږی چې هره ورځ به تقريباً يولك شل زره تنه په دغه له بركت نه په ډكو مراسمو كښې ګډون وكړی.
د يو دينی انجمن مشر جلال دوران هم وويل چې دغه مراسم به د د خلقو ترمېنځ د لا زيات وحدت او يوزړۀ توب سبب وګرځی او اميد لرو چې داسې پروګرامونه په نوروښارونو كښې هم جوړ شی.
په دې اړه وړمه ورځ د چنګاښ د مياشتې په ٢٢ نېټه ددغو مراسمو مسئولان سره راغونډ شول او د دغومراسموپه ښۀ ډول كولو باندې یې غوراو فكر وكړ.
1052582

captcha