د ايران د اسلامی شوری د جرګې د بهرنی سياست او ملی امنيت د كميشن غړی محمدكوثری د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) سره په مركه كښې په عربستان كښې د ځينو ايرانی اتباعو پانسی كيدو او د عربستان د حكومت د ځينو غيرعاقلانه رفتارونو ته په اشارې سره ووئيل: له اسلامی نظام نه د عربستان غوصه او وارخطائی له دې امله ده چې د ايران اسلامی جمهوريت د اسلامی بيدارۍ عامل بولی.
دوی په دې بيان سره چې سعودی عربستان د اسلامی امت په حق كښې ګڼ شمير جنايتونه ترسره كړی دی، زياته كړه: د مثال په توګه دغه هيواد د سورئې د ناامنه كولو په لړ كښې په خپل ټول وجود سره كوشش كوی او د بحرين د غيرقانونی رژيم حمايت كوی او خپل ځواكونه ئې د هغه رژيم د ملاتړ لپاره لیږلی دی چې خلك په خاورو او وينو كښې لغړوی.
په پارليمان كښې د تهران د خلكو استازی څرګنده كړه: عربستان په خپلو جنايتونو كښې ټينګار كوی چې د بيدارۍ هیڅ كوم وجدان او ضمير په هغه باندې اعتراض ونكړی، په عربستان كښې ولسی اعتراضونو او د حكومت د ړنګيدو ويرې عربستانی واكمنان مجبور كړی دی چې د ايران د ولس په وړاندې غيرانسانی رفتار او كړچار ولری. 1052077