IQNA

په جيل كښې د آذربايجان د اسلامی ګوند د مرستيال واقف عبدالله اف شهادت

22:32 - July 14, 2012
د خبر لمبر: 2368274
سياسی او ټولنيزه ډله: د آذربايجان جمهوريت د اسلامی ګوند معاون واقف عبدالله اف د دغه هيواد د پلازمينې باكو ښار په جيل كښې د ناروغۍ له كبله له دې دنيا سترګې پټې كړې.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د آذربايجان جمهوريت د حزب اسلامی ٦١كلن مرستيال ارواښاد واقف عبدالله اف چې د دغه ګوند د يوه ډله فعالانوسره يوځائې د تير كال د جدی يا مرغومی په مياشت كښې ونيوې شو او قيد كړې شو، د تيرې زيارت يا پنجشنبې په ورځ د ناروغۍ په وجه وفات شو.
د آذربايجان جمهوريت د حزب اسلامی مرستيال چې د دغې ډلې د يوشمير فعالانو سره يو ځائې چې د ترهګرانه عملياتو د ترسره كولو، د قدرت د ترلاسه كولو لپاره د هڅې او د غيرقانونی وسلې د ساتلو په شان په چټی او بې بنيادو تورونو سره نيول شوے وو په جيل كښې له دنيا لاړ. 1051980
captcha